Language

د پخواني پادشاه محمدظاهر لور مريم نعيم وفات شوه

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهر دويمه لور مريم نعي، تېره ورځ په کابل کې وفات شوې او نن د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

د مريم نعيم زوی، نادر نعيم پر خپل ټویټر لیکلي چې مور يې تېره ورځ په کابل کې وفات شوې او نن (یکشنبې) له غرمې وروسته په دوو بجو د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

د راپورونو له مخې، مريم نعيم د افغانستان د پخواني پادشاه محمدظاهر دويمه لور وه او له څه مودې راهيسې ناروغه وه.

محمدظاهر، له ۱۳۱۲ تر ۱۳۵۲ هجري لمریز کال پورې د افغانستان پادشاه و. هغه د ۱۳۸۶ کال په زمري میاشت کې کابل کې وفات او په یاده غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ظاهر شاه پلار محمدنادرشاه او د هغه د کورنۍ ځینې نور غړي هم په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

Related Topics