ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
11 Dec 2021 - 16:06
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
11 Dec 2021 - 16:06

کابل (پژواک ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): تېره اوونۍ بیا هم نړیوالو له افغانستان سره پر بشري مرستو تمرکز درلود، المان او اندونیزیا وویل چې په افغانستان کې سفارتونه پرانیزي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ ناندرې روانې وې.

په یاده اوونۍ کې نږدې د وړمې اوونۍ په څېر مرګ ژوبله کمه وه؛ د راپورونو له مخې، د هېواد په درېیو ولایتونو (کابل، ننګرهار او کاپیسا) کې په څلورو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان وو.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • یونیسف په افغانستان کې له ماشومانو سره د مرستې لپاره له تمویلوونکو دوه میلیارد ډالر وغوښتل.
  • د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیايي برخې ته د سل میلیون ډالرو سرچینې برابروي.
  • له کړکېچه د مخنیوي نړيواله ټولنه: واشنګټن دې په تدریجي ډول د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي.
  • قطر: نړیواله ټولنه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره سټراټیژي نه لري.
  • ښایي المان او اندونیزیا په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
  • په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ ناندرۍ روانې دي.
  • ټرمپ: د امریکا لوی درستیز احمق دی چې په افغانستان کې یې د امریکا حساس پوځي وسایل پرېيښي دي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ نښته کې دوه «غله» وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

راپورونه ښیي چې د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې چاودنو دوه ملکي وګړي ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل. د کابل ښار د پنجصد فاميليو په سيمه کې بیا «غلو» يوه مور او ماشوم ووژل او د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يوې ماشومې د هوايي مرمۍ د لګېدو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

د کابل د پرونیو چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي و.

له کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د مرګ ژوبلې کچه پنځو کسانو ته راټیټېږي.

د افغانستان اقتصادي کړکېچ او د نړیوالو مرستې

نږدې څلور میاشتې مخکې، کله چې پخوانی حکومت ړنګ او نوی یې پر ځای راغی، امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه او پر دغه هېواد په نړیواله کچه ځیني نور محدودیتونه هم وضع شول. له دې سره افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نړیوالو له افغانانو سره په ټوله کې د نږدې دوه میلیارده ډالرو بشري مرستو ژمنه کړې او دا مهال په افغانستان کې پر اړو کسانو د مرستو وېش روان دی.

تېره اوونۍ هم له افغانانو سره مرستې اعلان شوې او د کنګل پیسو د خوشې کېدو غوښتنې وشوې.

چین د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې او د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي پروګرام لپاره د راتلونکي کال تر نیمايي پورې، سل میلیونه ډالره مالي سرچینې برابروي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره له تمویلوونکو د دوه میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې او د اولمپیک نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې له پاتې لوبغاړو سره نږدې ۵۶۰زره ډالره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له افغانانو سره د مرستې په پار يې دا مهال په افغانستان کې ټولې ادارې پرانيستې دي او د دې ترڅنګ ترکیې او قطر هغه دوه کمپنۍ مشخصې کړې چې ټاکل شوې د کابل هوایي ډګر د چارو د تنظیم مسوولیت واخلي.

د کړکېچ نړيواله ټولنه وايي، د افغانستان پر نوي حکومت اقتصادي فشار د افغان چارواکو تګلاره نه بدلوي. سرچینه وړاندیز کوي چې واشنګټن په ”تدریجي” ډول د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړې.

پاکستاني چارواکو هم له نړيوالو غوښتي چې له افغانستان سره د بشري ناورين د مخنيوي په برخه کې مرسته وکړي.

سرچينه وايي چې پر افغانستان لګول شوو محدوديتونو د افغانانو برخليک له خطر سره مخ کړی.

قطر هم د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم بولي؛ نیوکه کوي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره ځانګړې سټراټیژي نه لري.

د سفارتونو پرانيستل

فرانسه وايي، له څو اروپايي هېوادونو سره یو ځای په افغانستان کې په یوه اداره فکر کوي چې د ټولو لپاره یو ګډ ځای وي او سفیران په کې و اوسېږي.

د المان ځانګړی استازی وایي، ښایي د راتلونکي ميلادي کال په لومړیو کې د المان سفارت کارکوونکي بېرته افغانستان ته ستانه شي.

اندونیزيا وايي، له افغانانو سره د بشري مرستو او هغوی ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په موخه په کابل کې خپل سفارت بيا پرانيزي.

له اندونیزیا مخکې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه فعاله کړې، متحده عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او جاپان هم ویلي چې د افغانستان وضعیت څېړي او وروسته له هغه به په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ ناندرۍ

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان یوې ځانګړې کمېټې پرېکړه وکړه چې د دغه سازمان عمومي اسمبله کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان سرپرست حکومت ته نه ورکول کېږي او د تېر حکومت له خوا معرفي شوي غلام محمد اسحاقزي سره دې پاتې شي.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کای ایډي، د له منځه تللي حکومت لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتل معقول نه بولي او له اوسني سرپرست حکومت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان نوي حکومت ته په ملګرو ملتونو کې څوکۍ نه ورکول، د افغان ولس د حق نقض بللی، ویلي یې دي چې د فشار په توګه کارول يې ستونزې لا پېچلي کوي.

د افغانستان سرپرست حکومت، سهیل شاهین په ملګرو متلونو کې د افغانستان د استازي په توګه نوماند کړی دی.

ټرمپ: جنرال میلي احمق دی

د امریکا د متحده ایالتونو پخواني‌ ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میلي له دې امله احمق بللی چې ګواکې د امریکا خورا قیمتي او حساس پوځي وسایل یې په افغانستان کې پرېیښي دي.

ټرمپ ویلي، په یادو وسایلو کې داسې الوتکې هم شته چې پنځوس میلیون ډالره بیه لري.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د امریکايي ځواکونو ګڼې سپکې او درنې وسلې او مهمات پاتې شول او دا مهال د افغانستان د سرپرست حکومت په واک کې دي.

Visits: 169

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.