Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان لپاره د یوناما مشرې د زندانونو چارو د سمون ادارې له رییس سره په ليدنه کې ویلي چې له دې ادارې سره به یې همکارۍ د تېر په څېر دوام ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس سره په لیدنه کې د یادې پروژې د عملي کار د چټکتیا او په هرات ښار کې د ګاز د وېش شبکې جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ او وروسته له شلو کلونو دې پایلې ته ورسېدل چې لویه اشتباه یې کړې وه.
کابینې د ښارجوړولو وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې چې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتياوو رامنځتهکولو په موخه يوه طرحه جوړه کړي څو خلک په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.
د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزې په اړه ویلي، دا یوه اړتیا ده چې نړۍ او هېوادونه له ا.ا سره مثبت تعامل ولري او دغه تعامل د شته ملحوظاتو لپاره د حل لار هم پیدا کولای شي.
ازبکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی سفیر معرفی او په کار یې پیل وکړ.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د ۲۰۰ منسوبینو په فراغتغونډه کې ویلي: «موږ باید د خلکو زړونه وګټو، څو وکولای شو په سمه توګه حکومت وکړو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تر اوسه یې په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ځانګړې کولو لپاره له پانګهوالو څه باندې ۸۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، افغانان اشغال نه مني او اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، څلوېښت روغتیایي کارکوونکي یې د جدي څارنې برخه کې د یو میاشتنۍ هر اړخیزو زدهکړو ترلاسه کولو په موخه ایران هېواد ته استولي دي.
د یوناما مشرې د ریاستالوزرء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې د نشهيي توکو د بدیل کښت او روږدو کسانو درملنې په اړه د ا.ا د استازو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو سره ګډه غونډه جوړه کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په کابل ښار کې د وړمې ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP