Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوه موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو رییس وایي چې د روان کال په اوږدو کې یې ۲۳۶۸ کسانو ته د کار جوازونه ورکړي او سلګونه یتیم او بېوزلي ماشومان د زدهکړو او حرفوي پروګرامونو کې نیول شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د امو سیند پر غاړه د یوې غونډۍ ښوېیدو له امله دوو زر مینځونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان لوېدو پېښه کې یوه کارګر ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د چرګانو ۳۰۰ فارمونه فعال دي او د ورځې په منځني ډول ۵۶ زره او ۲۵۰ کیلوګرامه غوښه تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، روان لمریز کال په دغه ولایت کې د څه باندې ۲،۷ میلیارد افغانیو په لګښت ۹۵ پرمختیایي پروژې پلې شوې او یا د پلې کېدو په حال کې دي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې د دې ترڅنګ دې لویې بنسټیزې پروژې هم پلې شي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د زرمینځلو یوې کارګاه لوېدو له امله یوه زرمینځونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د حلقوي سړک او د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د فیضاباد – کشم د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو په مرکز کې پر زدهکړو بوخت یو شمېر ځوانان وایي چې دا ډول فرصتونه باید ډېر شي څو وکولای شي لازم مهارتونه زده کړي.
بدخشان کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه دیني عالم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د کرنیزو اوبو د مدیریت ۲۲ وړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP