Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
. . .
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار اوومې امنيتې حوزې اړونده سيمه کې د غلو د یوې نهه کسیزې ډلې اته تنه ونیول شول او یو تن یې له امنیتي ځواکونو سره د مقاومت پر مهال ووژل شو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګيو نن( وری ۴ مه) کابل ته راغلی.
ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان، یوناما، افغانستان لپاره د امریکا او جرمني سفارتونو افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پېلېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، حاجي فضل محمد صابر د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، له افغانستان څخه بهر ته د ده او ډاکټر عبدالله پر سفرونو ممنوعيت دی، خو په افغانستان کې د ننه هر ځای چې وغواړي تللی شي.
د امریکا متحده ایالتونو، هغه يو افغان چې د «تخلیې پروګرام» له لارې امریکا ته لېږدول شوی و، د «جرمي سابقې لرلو» له امله له دغه هېواده ایستلی او بېرته یې افغانستان ته رالېږلی دی.
د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو لپاره د ۳۲ میلیون ډالرو بله کڅوړه راورسېده.
کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۰): تېره اوونۍ افغانستان کې یواځې یو تن وژل شوی، امریکا ویلي چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري موخو لپاره
د برېښنا شرکت وايي، په کابل کې يې د برېښنا لسګونه تُرو (ناقانونه) غځول شوي مزي پرې کړي او هوډ لري چې د برېښنا ټول دا ډول مزي پرې کړي او عاملین يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
تېره اوونۍ، ملګرو ملتونو او چین په داسې حال کې له افغانانو سره پر بشري مرستو د ټینګار ترڅنګ، له کنګله د افغانستان د پانګې د ایستلو غوښتنه وکړه چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن