ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: له ستونزو د هېواد وتلو لپاره افغانان باید سره متحد شي

چارواکي: له ستونزو د هېواد وتلو لپاره افغانان باید سره متحد شي

author avatar
15 Jan 2023 - 17:23
چارواکي: له ستونزو د هېواد وتلو لپاره افغانان باید سره متحد شي
author avatar
15 Jan 2023 - 17:23

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت چارواکو د تېرې چهارشنبې ورځې د چاودنې قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې، دغه کار «بزدلانه» او د «دښمن» د ماتې ښکارندوی وباله او ویې ویل چې له ستونزو د هېواد وتلو لپاره افغانان باید سره یو شي.

تېره چهارشنبه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته یوه چاودنه وشوه.

د کابل امنیې قوماندانۍ د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په دې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو د کابل ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ چې د پېښې له ځایه دغه روغتون ته ۴۷ ټپیان لېږدول شوي وو چې ډلې یې درېیو کسانو روغتون ته پر لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یادې چاودنې د قربیانو د فاتحې په مراسمو کې ویلي: «هغه وروڼه چې تېرې ۱۶ میاشتې یې په بهرنیو چارو وزارت کې له موږ سره خدمت کړی او بالاخره شهیدان شول، موږ له ټولو راضي یو، واقعاْ داسې کسان وو چې یو – یو یې ټاکل شوی و، هم یې اخلاق درلودل، هم یې د خدمت کولو جذبه درلوده او هم یې وفاداري لرله؛ خدای دې د دوی شهادت قبول کړي.»

هغه د قربانیانو کورنیو ته وویل چې د وزارت ټول مسوولین او کارکوونکي د دوی په خدمت کې دي.

نوموړی زیاتوي: «الحمدالله له هيڅ ولایته د کومې نظامي پېښې خبر نه لرو، په تېرو ۱۶ میاشتو کې پر هیڅ مرکز دښمن په برید کولو ونه توانېد؛ خو دا ډول بزدلانه حرکتونه چې په جومات او د سړک پر سر یې کوي، دا ټول د هغو د ماتې ښکارندویي کوي.»

هغه بریدکوونکو ته په خطاب کې وویل: «نه زنا شته، نه بهرنیان شته، نه اشغال شته، نه الحاد شته، نه کفر شته، نو جګړه د څه لپاره؟»

متقي وايي: «موږ او تاسو حکومت لرو، ستونزه هم لري، صفتونه هم لري، په خدای چې ځیني کارونه وینم زړه مې ډېر خوشحالېږي.»

هغه د بېلګې په توګه د ځينو اقداماتو لکه په بدخشان کې تر خاورو لاندې د يو شمېر کسانو د ژغورنې او همدارنګه د امنيتي ځواکونو له خوا په واورو کې د ځینو ایسارو کسانو د ژغورلو يادونه وکړه.

نوموړی وايي: «دا څومره یو ښه صفت دی چې د وروڼو غوندې مو یو بل ته لاس ورکړی او خپل هېواد جوړوو، هر ځای بې‌غمي، ارامي، شپه او ورځ لارې خلاصې؛ دا چې دلته ستونزې دي د هماغه ظالم او اشغالګر له لاسه دي چې شل کاله یې دلته خلک وژل؛ هغه وخت یې په باروتو، بم او طیاره وژل، اوس غواړي په لوږه یې ووژني، د دوی مسوولیت دی.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: «له هغو وروڼو ډېره مننه چې په بهر کې دي، دېپلوماټان دي، یا په تېر حکومت کې وو یا په اوسني کې، یا پر کور دي او یا په کار کې، هغوی هم احسان کړی او وايي چې موږ د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کوو، هر څوک چې هر چېرته دی، سیاسي اختلاف لري یا یې نه لري، له دې احسانه یې موږ منندوی یو.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په دغو مراسمو کې وویل: «هغه وروڼه چې نن، پرون او وړمه ورځ له موږه لاړل، هغه کسان وو چې موږ یې دغه لنډ وخت کې بدیل نه شو پیدا کولای.»

هغه د وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، خلک باید ټول تعصبات یوې خواته کړي، هر ډول مخالفتونه شاته پرېږدي؛ د یوه واحد کس په توګه باید ټول پورته شي او د اسلامیت او افغانیت په چوکاټ کې یوبل ته لاسونه ورکړي او هېواد له دې ستونزو وژغوري.

نوموړي زیاته کړه: «هغه هېواد چې ۴۰ کاله په کې جګړې وې، ستونزې لري، که غواړو چې هېواد پر پښو ودروو، دا زموږ د ټولو دنده ده چې مبارزه او مجادله وکړو.»

ستانکزي وویل: «د افغانستان پولې پرانیستې دي او هېڅوک بهر ته د چا د تلو مخنیوی نه کوي، خو بهر ته تلل د حل لاره نه ده، عزت په وطن کې دی.»

Visits: 100

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.