کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملي تدارکاتو کمېسيون په خپله لومړنۍ ناسته کې اووه قراردادونه منظور او پنځه يې فسخه کړل، يو قرارداد يې ځنډولی او پرېکړې يې کړې چې له دې وروسته هیڅ اداره نه شي کولای د ياد کمېسیون له منظورۍ پرته پروژې په قرارداد ورکړي.

دغه کمېسيون د مخکني ولسمشر محمداشرف غني د ١٦ﻣﯥ ګڼې ﺣﮑﻢ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ، د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۲۰مه د ﺟﻤﻬﻮري رﯾﺎﺳﺖ د ﭼﺎرو ادارې ﻟﻮی رﯾﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﭼﻮﮐﺎټ کې رامنځته او د ۷۵ ګڼې تقنیني فرمان له مخې د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو.

د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۴مه، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې د مخکني حکومت اړوند ادارو کارونه وځنډېدل؛ خو ياد کمېسيون تېره ورځ د اسلامي امارت مشر د فرمان له مخې رامنځته شو چې مشري به یې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند کوي.

سرچینې لیکلي، دغه کمېسیون د شفافیت تامینېدو، اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو، تدارکاتي ستونزو ته حللارو موندلو او تدارکاتي چارو فعالیت او تنظیم په موخه جوړ شوی دی.

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپل ټويټر ليکلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ جوړه او د غونډې له ګډونوالو یې د دې ملي او مهمې پروسې پر مخ بیولو کې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرچينې ليکلي چې په ياده غونډه کې پر ۱۳ قراردادونو او تدارکاتي موضوعاتو چې د توکو پېرلو په ګډون د خدماتو او بیارغونې پروژو پر قراردادونو خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي: «په یادو قراردادونو کې چې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت له لوري ملي تدارکاتو ادارې ته وړاندې شوي وو، د اوو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور، د يوې پروژې قرارداد وځنډول شو او د پاتې پنځو پروژو قراردادونه چې د فسخې غوښتنه یې شوې وه، فسخه شول.»

سرچينه زياتوي: «د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته هیڅ اداره نه شي کولای د ملي تدارکاتو کمېسیون له منظورۍ پرته خپلې اړوندې پروژې په قرارداد ورکړي. ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د کمېسیون له منظورۍ وروسته لاسلیک کړي.»