Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله، خو اوس د امریکا ولسمشر ویلي، که دا تعرفه لرې نه کړې نو امریکا به پر چينايي توکو پنځوس سلنه نوره تعرفه ولګوي.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غشو ویشتلو اختریزې سیالۍ د شورپشکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د یوناما مشرې، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو د ځنډېدو پر دوام خواشيني څرګنده کړې ویلي یې دي چې دغه چاره د افغانانو سوکالي زیانمنوي او نړۍوال دې د پوهنې برخه کې له افغانانو ملاتړ وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د ۲۰۲۳ کال له وروستیو تر اوسه د راستنو شوو او په زلزلو کې د زیانمنو په ګډون له ۲۰۰ زره افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کلات کې په يو ځانمرګي برید کې يو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو له ۶۰۰ زیاتو فلسطیني بندیانو خوشي کول تر نامعلوم وخت پورې ځنډولي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ازبېکستاني چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې تاشکند چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.
اسلامي امارت وایي، د روم اساسنامې او پر بنسټ يې د «نړۍوالې جنايي محکمې په نامه جوړښت ته» ځان مکلف نه بولي او د تېر حکومت له خوا یادې اساسنامې ته الحاق حقوقي اعتبار نه لري.
د راپورونو له مخې، مالي هېواد کې د ځمکې له ښویېدو وروسته په کینیبا سیمه کې د سرو زرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۴۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، کابل ښار کې د کور او ښارجوړونې وزارت کې چاودنه شوې ده.
سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي، امریکایان نه غواړي د ملګرو ملتونو د تړونونو په نوم د افغانستان سرپرست حکومت ته میلیاردونه ډالر ورسېږي، خو ا.ا د امریکا له خوا د پیسو ورکړه رد کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP