ژبه

بلوچستان کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځو پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کلات کې په يو ځانمرګي برید کې يو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه ځانمرګی برید نن له غرمې وروسته د کلات بازار سره نیږدې د کوټېکراچۍ په لویه لاره شوی دی.

د کلات کمیشنر، بلال شبير مشال ته ویلي، د برید هدف هغه پاکستاني امنيتي ځواکونه وو چې په ګاډو کې پر لاره تیريدل.

ده ویلي چې په دغه برید کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د قلات یوې ځايي سرچینې بیا  بي‌ب‌سي ته ویلي چې دا ځانمرګی برید یوې ښځې کړی دی، خو تر اوسه نه ده پېژندل شوې.