Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان بانک وايي چې سبا (د چنګاښ ۵مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د ملګرو ملتونو ځينو غړو او په ځانګړې توګه د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده او په دې سره غواړي د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړي.
د پوهنې سرپرست وزیر د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال فورم کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشنو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
د افغان انجینرانو له لوري د «طوطي» په نوم د اړیکو نیولو نوی جوړ شوی هغه اپليکېشن پرانیستل شو چې د مصنوعي ځيرکتیا پر مټ پرمختللي فعالیتونه په یوه واحد سیسټم کې رانغاړي.
افغانستان بانک «د غیرقانوني معاملو مخنیوي لپاره» نوې تګلاره جوړه کړې، خو صرافان یې د بیا کتنې غوښتنه کوي او د چارو شنونکي بیا دا ډول اقدام د پولي مارکېټونو قانونمند کولو لپاره اړین بولي.
ملګرو ملتونو د اسراییلو پوځ د ماشومانو خلاف د هغو دولتونو او وسلهوالو ډلو په نوملړ کې شامل کړی چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ امنیت شورا ته وړاندې شي.
د ا.ا د عدلیې وزارت وايي، د تمدن ټلوېزیون، خاتمالنبیین مدرسې او خاتمالنبیین پوهنتون فعالیت له دې امله درول کېږي چې «د افغانستان حرکت اسلامي» په لغوه شوي ګوند پورې تړاو لري او ودانۍ یې هم په غضب شوې ځمکه کې جوړې شوې دي.
ځينې سرچينې وایي، د عدلیې وزارت یو پلاوی تمدن ټلويزيون ته د دغې رسنۍ د مځکې موضوع په تړاو د “فعالیت درولو او ځای بدلولو” په موخه ورغلی و، خو په دې اړه پرېکړه تر راتلونکې شنبې وځنډول شوه.
فاریاب ولایت کې امنیتي ځواکونو د غزني د امنیه قوماندان زوی او خوریی له تښتوونکو ژغورلي او په تړاو یې نهه کسان نیولي دي.
کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، په بامیانو ښار کې په عامو خلکو ډزې شوي چې له امله یې دوه بهرنیان او یو افغان وژل شوي او يو بهرنی له درېیو افغانانو سره ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په بامیانو ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو پر یوې ډلې برید شوی دی.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د ملي دفاع وزارت یوه چولکه غورځېدلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP