ژبه

د اسرائیل پوځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو خلاف سرغړوونکو بنسټونو نوملړ کې شامل شو
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): ملګرو ملتونو د اسرائیل پوځ د ماشومانو خلاف د هغو دولتونو او وسله‌والو ډلو په نوملړ کې شامل کړی چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ امنیت شورا ته وړاندې شي.

د ګارډین د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازي ګیلاډ ارډن د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي: «زه د سرمنشي دې شرموونکې پریکړې حیران او خپه کړی یم.»

په راپور کې د ماشومانو وژل، معیوب کول، پرې جنسي تېري، د ماشومانو تښتول یا استخدام او پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه د اسراییلو د پوځ سرغړونې بلل شوي دي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا پریکړه به له ملګرو ملتونو سره د هغه هېواد پر اړیکو - چې له مخکې کړکیچنې دي - اغېز وکړي.

په راپور کې راغلي، اټکل کیږي چې غزه کې د اته میاشتنۍ جګړې په اوږدو کې له ۳۶۵۰۰ وژل شویو کسانو څه باندې ۱۳۰۰۰ یې ماشومان دي.