د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل د ټینګار ترڅنګ د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي پراختیايي بانک تر څارنې لاندې له افغانستان سره سخاوتنمندانه مرستې وکړي.
د کارګر نړۍوالې ورځې سره هممهاله، یو شمېر افغان کارګر له سخت ژونده سرټکوي او له ا.ا څخه غواړي چې د دایمي کار زمینه ورته برابره کړي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي د کارګرو ملاتړ وکړي او هره برخه کې ورته د غوره او معیاري کار زمینه برابره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونو کمېسیون وایي، د ژورنالیستیکي اصولو نه مراعاتولو او ملي او اسلامي ارښتونو ته د نه پام کولو له امله یې د نور او بریا ټلویزیونونو خپرونې ځنډولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP