یو شمېر افغانانو نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې ځکه لاریون کړی چې د پناهغوښتنې دوسیو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، هغه انځورونه بېبنسته دي چې په ټولنیزو پاڼو کې د نوي تعلیمي نصاب په اړه لاس په لاس کېږي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د یونان په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۸ افغان او پاکستاني کډوال هم مړه شوي دي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له یوې ډلې افغان مېرمنو سره تر لیدنې وروسته ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب او ټولنیز ژوند کې د هغو د ګډون لپاره ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.
یو افغان د خپلې مور د ژوند دردونکې کیسې کوي او وایي، مور یې په ۱۳ کلنۍ کې واده، ۱۸ کلنۍ کې کونډه او ۲۱ کلنۍ کې بیا په زور واده شوه او په ۳۳ کلنۍ کې یې له کړاوونو ډک ژوند پای وموند.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زدهکړو په برخه کې د نادولتي سازمانونو د فعالیت له احتمالي درېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
یو شمېر خلک له اړوندو چارواکو غواړي چې د کونړ پر اوبو بند جوړ کړي، خلکو ته کار پیدا کړي، د واسطې له لارې د ګومارنو مخه ونیسي او د ښوونکو تنخواګانې لوړې کړي.
یو شمېر خلک د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیزي، له نړۍ سره په تعامل کې نرمي وکړي، د ولس ملاتړ خپل کړي، د حکومتولۍ لپاره قوانین جوړ کړي او کار د کار اهل ته وسپاري.
د افغانستان د ازادو ژورنالستانو اتحادیه وایي، د کابل امنیه قوماندانۍ د علي لطیفي په نوم یو افغان امریکایی خبریال له یوې شپې توقیف وروسته خوشی کړی دی.
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت قونسلر قادرشاه وایي، دی له کوم سیاسي حرکت یا ډلې سره تړاو نه لري او نه هم د چا استازیتوب کوي.
. . .