د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل د ټینګار ترڅنګ د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي پراختیايي بانک تر څارنې لاندې له افغانستان سره سخاوتنمندانه مرستې وکړي.
د کارګر نړۍوالې ورځې سره هممهاله، یو شمېر افغان کارګر له سخت ژونده سرټکوي او له ا.ا څخه غواړي چې د دایمي کار زمینه ورته برابره کړي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي د کارګرو ملاتړ وکړي او هره برخه کې ورته د غوره او معیاري کار زمینه برابره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونو کمېسیون وایي، د ژورنالیستیکي اصولو نه مراعاتولو او ملي او اسلامي ارښتونو ته د نه پام کولو له امله یې د نور او بریا ټلویزیونونو خپرونې ځنډولې دي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، د پراختیایي پروژو پلې کول یو مهم ګام دی او باید تر بشري مرستو بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن