Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ا.ا مشرتابه په یوه تازه فرمان کې سترې محکمې ته سپارښتنه کړې چې د مرکز په تشکیلاتو کې دې اړتیا او د اړوندو قضیو تراکم ته په کتو د تقاعد حقوقو اختصاصي محکمې جوړې کړي.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز ویلي، «د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی» او د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي.
اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت په انزوا کې نه دی، دا مهال له ګڼو هېوادونو سره اړېکې لري او نور هیوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د اشرف غني او حامد کرزي په ګډون ځینو افغان سیاستوالو د کابل – کندهار پر لویه لار د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
اسلامي امارت په غزني ولایت کې د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او اړوندو ارګانونونه ته یې سپارښتنه کړې چې دواړه پېښې وڅېړي، علت یې معلوم کړي او د داسې ناورینونو د تکرار مخه دې ونیسي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ترکي پانګوالو د دغه وزارت له مرستیال سره په ليدنه کې له افغانستانه خپل هېواد ته د ممیزو واردولو ته لېوالتیا وښوده.
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، هېواد یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیون امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته کوِي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر سره په ليدنه کې هېواد کې د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت ورسوي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، له یوې نړۍوالې موسسې سره یې د ۳.۴ میلیون ډالرو په ارزښت په لغمان او کونړ ولایتونو کې د ۶۰ کوچنیو بنسټيزو پروژو د پلې کولو هوکړهليک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د ا.ا مرستیال ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر ا.ا د بندیزونو د څار کمېټې د ماموریت غځېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه «ظالمانه» ده، تاوان یې عام ولس ته رسېږي او کابل له ټولو جهتونو سره عادي اړیکې غواړي.
د اسلامي همکاریو سازمان، ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اروپايي ټولنې او ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP