کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د اسلامي همکاریو سازمان، یوناما، ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اروپايي ټولنې او ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
اسلامي امارت تېره ورځ په تعزیت پیغام کې ویلي وو: «په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیر صاحب الحاج خلیلالرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو. اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بولي.»
یوې باورې سرچینې تېره ورځ د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل چې په دغه برید کې ځینو نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.
دغه برید په کور دننه او بهر غندل شوی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې ترسره کوونکي یې باید ژر تر ژره عدالت ته وسپارل شي.
سرچینې لیکلي: «د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې پرمختګ شوی، خو بیا هم داسې غیرمنطقي بریدونه د افغان ټولنې امنیت او خونديتوب ته زیان رسوي، او د دې لپاره جدي اړتیا ده چې د هغو ډلو پر وړاندې هڅې زیاتې شي چې په افغانستان کې د امنیت او سولې په خرابولو کې هڅې کوي.»
یوناما هم دغه برید غندلی او له اغیزمن شویو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
سرچېنې لیکلي چې د ثبات رامنځته کولو په لاره کې «ترهګرۍ» ته هیڅ ځای نشته.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې یاد برید غندلی او لیکلي یې دي، قطر په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ، جنایت او سیاسي وژنو- چې لامل او انګیرنه یې هر څه وي - مخالف دی.
په افغانستان کې د ایران سفارت هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هغه برید په سختو ټکو غندي چې له امله یې د کډوالو چارو سرپرست وزیر خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار هم لیکلي: «موږ په یوه ترهګریز برید کې د افغانستان د کډوالو سرپرست وزیر په ژوند بایللو خواشیني یو. پاکستان په ټولییز ډول ترهګري په هر ډول او هره بڼه کې غندي. موږ د تفصیلي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره په تماس کې یو.»
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت هم یاد برید غندلی او ویلي یې دي چې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني نن د ترسره شوي برید په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ هر ډول ترهګري غندو، افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.»
اروپایي ټولنې هم دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې د هر ډول تاوتریخوالي عملونه غندي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې له امله د دغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمیر نور هېوادوال شهیدان شوي.»
کرزي لیکلي، حقاني د یوې جهادي کورنۍ غړی و او د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر خلاف جهاد کې یې مهم رول درلود.
د پخواني حکومت پر مهال د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني د دغه وزارت په انګړ کې په یوه تروریستي برید کې په شهادت ورسېد. او دا برید په سختو ټکو غندم.»
پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف لیکلي: «هغه دښمن چې زما د ارضي تمامیت، ثبات او یووالي دښمن دی، هغه زموږ د فرد فرد دښمن دی، ترڅو ته د یووالي، اتفاق او خودکفایي، خپلواکۍ فکر لري، هغه ستا دښمن دی، په دوستۍ کې هم دښمن دی، پام کوه چې دوستي یې تر دښمنۍ هم خطرناکه ده. خلیل الرحمن ملنګه الله دې په خپل رحم ونازه وه.»
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین لیکلي: «شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني صاحب خپل ټول ژوند د هېواد د ازادۍ او د اسلامي نظام د قیام لپاره په جهادي هلو ځلو کې تېر کړ. د ولس خدمتګار او په هېواد کې د سولې او ترقۍ غوښتونکی و. په دې لاره کې یې پوره هڅې کړې. الله ج دې شهادت قبول او جنت الفردوس نصیب کړي.»
هغه وایي چې افغان ولس باید یوه او بل ته لاس ورکړي، تر څو «د هغه ظالم او مکار دښمن دسیسې شڼډي کړي چې وخت په وخت زموږ سترې هستۍ او شخصیتونه له موږ جلا کوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP