د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په کندوز ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح چې پنځوس کلن سړی ته ودېده، مخه نیولې ده.
د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هغو ناپېژاندو جسدونو په ګډون چې د پل سوخته لاندې برخو پاکولو پر مهال د کثافاتو له ډېریو څخه پیدا شوي وو، ۱۴۴ مړي خاورو ته سپارلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لپاره یو ځانګړی استازی معرفي کړی، څو د افغان کډوالو ستونزې له دغه وزارت سره په وخت شریکې او حل شي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۱۲ ټانکره بېکیفیته تېل یې د هرات له اسلامکلا بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه انسانتښتونکي نیولي او یو تښتول شوی کس یې ترې ژغورلی دی.
عدلیې وزارت وایي، د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون تر اوسه ۲.۷ میلیون جریب ځمکه بررسي کړې، ۳.۶ میلیون تر بررسۍ لاندې ده او له غصب شوې ځمکې یې ۲.۳ میلیون امارتي تثبیت کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د قشقرې کان له څلورو څاهګانو څخه تر دې دمه د نږدې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۲۴ ټانکر بېکیفیته ډېزل یې د هرات له اسلامکلا
کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بیارغونې چارو کې د امریکا څارونکې اداره (سیګار) وايي چې امریکا د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته
کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د امریکا نوي بندیزونه غندلي، وایي چې فشارونه
مالیې وزارت، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په تړاو د روڼتيا نړۍوال سازمان خپاره شوي ارقام نیمګړي بللي او په دې برخه کې یې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د روڼتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي چې افغانستان په تېر زېږدیز کال کې له فساد سره په مبارزه کې له ۲۴ هېوادونو مخکې شوی او د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې د شفافیت له اړخه یو سل او پنځوسم ځای خپل کړی دی.