ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار: امریکا د افغانستان او افغان کډوالو لپاره په یونیم کال کې څه باندې اته میلیارد ډالر ځانګړي کړي

سیګار: امریکا د افغانستان او افغان کډوالو لپاره په یونیم کال کې څه باندې اته میلیارد ډالر ځانګړي کړي

author avatar
3 Feb 2023 - 12:04
سیګار: امریکا د افغانستان او افغان کډوالو لپاره په یونیم کال کې څه باندې اته میلیارد ډالر ځانګړي کړي
author avatar
3 Feb 2023 - 12:04

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بیارغونې چارو کې د امریکا څارونکې اداره (سیګار) وايي چې امریکا د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان او افغان کډوالو لپاره څه باندې اته میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.

د سیګار په راپور کې د دغه مطلب ترڅنګ راغلي چې دوه میلیارد ډالر د لومړنیو بشري او پرمختیايي مرستو، درې نیم میلیارد د افغانستان اماني صندوق او دوه اعشاریه اووه میلیارد نور امریکا ته د افغان کډوالو لېږدولو او مېشتولو لګښتونو لپاره دي.

سرچینې لیکلي، د افغانستان سرپرست حکومت له دې مرستو د «مالیې، بنسټونو ته د فعالیت جواز ورکولو او اداري لګښتونو» له لارې ګټه پورته کوي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امریکا مرسته په ناغوښتلې بڼه سرپرست حکومت ته مشروعیت ورکوي او په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د مرستې رسونې پروسه له خنډ سره مخ کړې ده.

د سیګار په خبره، په افغانستان کې سږ ژمی څه باندې اته ویشت میلیون خلک د نړۍ خوراکي مرستو ته اړ دي.

Visits: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.