ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره په اسلام‌اباد کې افغان سفارت ته خپل استازی معرفي کړ

پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره په اسلام‌اباد کې افغان سفارت ته خپل استازی معرفي کړ

author avatar
11 Feb 2023 - 10:36
پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره په اسلام‌اباد کې افغان سفارت ته خپل استازی معرفي کړ
author avatar
11 Feb 2023 - 10:36

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت لپاره یو ځانګړی استازی معرفي کړی، څو د افغان کډوالو ستونزې له دغه وزارت سره په وخت شریکې او حل شي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله ټوېټرپاڼه کي لیکلي، د دغه سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال یوسف نسیم کوکر سره تېره ورځ وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د افغانستان سفارت لیکلي، د دغه سفارت سرپرست د لیدنې په ترڅ کې په پاکستان کې د افغانانو ځورونې، د پاکستان د ویزو په برخه کې شته ستونزو، د نادرکه افغانانو برخلیک معلومولو، په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته د مېشتو افغانانو بېرته ستنېدو لپاره د ګېټ‌پاس پیلولو او نورو اړوندو ستونزو پر ژر تر ژره حل کېدو ټینګار وکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مقابل کې، کوکر د یادو ستونزو د حل په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او د دواړو لورو ترمنځ د لازمې همغږۍ رامنځته کولو لپاره یې د خپل وزارت په استازیتوب یو ځانګړی چارواکی سفارت ته معرفي کړ څو ستونزې پر وخت شریکې او حل شي.

Views: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.