کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د امریکا نوي بندیزونه غندلي، وایي چې فشارونه مسایل نه هواروي، بلکې د اختلاف وړ ټکي بايد له ډیپلوماټیکو لارو حل شي
دغه کار یې د دواړو لورو ترمنځ په مسایلو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللی، ویلي یې دي چې متحده ایالتونه باید د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او افغان حکومت چمتو دی چې پر اختلافي موضوعاتو بحث وکړي.
امریکايي رسنۍ سياېناېن تېره شپه ناوخته خبر خپور کړی چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو او کار د بندیزونو غبرګون کې د اسلامي امارت پر ځینو چارواکو د ویزې نوي بندیزونه لګوي، خو هغه په دې اړه د کوم چارواکي نوم نه دی اخیستی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه چې په کې ویل شوي د اسلامي امارت پر ځینو نورو مشرانو د ویزو محدوديتونه لګوي، د دواړو لورو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي.
سرچینې لیکلي: «اسلامي امارت د یوه مسؤول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین، افغان منل شوي دودونه او د وخت اړتیاوې يې ایجابوي. د بهرنیو چارو وزارت غواړي متحده ایالتونو ته ور یاده کړي چې د افغانستان حکومت له ټولو مالي او بانکي بندیزونو سره سره هڅه کوي چې خپلو خلکو ته د مرفه ژوند شرایط برابر کړي.»
په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام د نامشروع بندیزونو دوام د افغان ولس د بشري حقونو صریح نقض دی او د زدهکړو او روغتیا په ګډون د سوکاله ژوند ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي.
سرچينې دغه راز لیکلي، متحده ايالتونه بايد د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او په عملي کولو سره يې ښکاره کړي چې د امریکا له حکومت سره شوې حقوقي پرېکړې او ژمنې د اعتبار وړ دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پرېکړه غندي او يو وار بيا ټینګار کوي چې د اختلاف وړ ټکي بايد له ډیپلوماتیکو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي او دوه اړخیزو اړیکو ښودلې چې فشارونه د مسایلو په هواري کې مرسته نه شي کولای.
Visits: 208
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن