د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ازبېکستاني سوداګرو د دغه وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د ودانیزو چارو او کان کېندنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظور، ۱۳ تعدیل او دوې یې لغوه کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د بېپولې ډاکټرانو سازمان هغه راپور – چې ویلي و په افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېره شوې – رد کړ او وایي چې دغه ډول راپورونه باید پر حقایقو ولاړ وي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د ثبت بهیر له پیله راهیسې تر اوسه ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست د عمان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د دواړوهېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا خبرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د تریاکو بیو لوېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور د نشهیي توکو له منځه وړولو په برخه کې د اسلامي امارت د پوره جدیت او مبارزې بیلګه ده.
د ټولګټو وزارت وایي، یوه الماني شرکت په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو برخه کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په روان لمریز کال کې د کوچني او ستر مقیاس د کانکیندنې او استخراج ۳۶ پروژې منظور کړې دي.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو په بلوچستان کې پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او د لسګونه مسافر یې «یرغمل» نیولي دي.
د سرحدي پولیسو ریاست وایي، د روان لمریز کال په اوږدو کې یې د ۳۵۱ کیلوګرامه ګرانبیه ډبرو او نږدې څلور کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د کاناډا لیبرال ګوند د رایو په غوڅ اکثریت مارک کارني د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.