Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي معاونیت روان کال د کان‌کیندنې ۳۶ پروژې منظور کړې

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په روان لمریز کال کې د کوچني او ستر مقیاس د کان‌کیندنې او استخراج ۳۶ پروژې منظور کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یادې څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه لیکلي چې له یادو ۳۶ پروژو ۲۵ یې د کوچني مقیاس کانونو پورې تړاو لري چې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیت‌لرونکي ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو کانونو د استخراج لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې تصویب شوې دي.

ده لیکلي چې ۱۱ سترې پروژې د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمرو ډبرو د استخراج په موخه منظور شوې چې له مهمو پروژو څخه یې د جوزجان یتیم تاق سیمنټو، د فاریاب او جوزجان د مالګې کانونه، د لوګر د التمور سیمنټو او د هرات کشک او تیرپل د ګازو پروژې دي.

دی وایي دا پروژې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ، کاري فرصتونو زیاتوالي او د طبیعي زېرمو مؤثرې استفادې برخو کې مهم رول ولوبوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.