د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمهييزو مسايلو خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې یې د انسانتښتوونکو هغه ډله نیولي چې د هېواد دننه او ایران کې به یې خلک برمته کول او بیا به یې د هغوی له کورنیو پیسې غوښتې.