Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
بدخشان ته راستانه شوي یو شمېر کډوال له ناسم اقتصادي وضعیته شکایت کوي او له اسلامي امارت، ملي او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غواړي چې د سرپناه او کاري زمینې برابرولو برخو کې پاملرنه ورته وکړي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانکریټي پُل جوړېږي.
د بدخشان ولایت د کرانومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د امیندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د بدخشان – تخار لویه لار نن سهار د باران او سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې ۸۲۳ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو او کمپلو د وېش خبر ورکوي.
د بدخشان د لرو پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو لپاره اوږدې لارې وهي او ډېر لګښت پرې راځي چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو مسوولین د هغوی دغو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د حکیم ناصر خسرو بلخي د مقبرې بیارغونې پروژې کار پای ته رسېدلی او وايي چې دغه تاریخي ابده د تاریخي معمارۍ سبک ته په کتو په اساسي ډول بیارغول شوې ده.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بدخشان د ترافیکو مدیر وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکې پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست ویلي چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او د هغو بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دغو دودونو څخه په استفادې د چا حق ورڅخه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP