Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان ته راستانه شوي ځیني کډوال د بې‌کارۍ او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): بدخشان ته راستانه شوي یو شمېر کډوال له ناسم اقتصادي وضعیته شکایت کوي او له اسلامي امارت، ملي او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غواړي چې د سرپناه او کاري زمینې برابرولو برخو کې پاملرنه ورته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ګاونډي هېوادونه په وروستیو کلونو کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي او د هغوی په اجباري ایستلو یې لاس پورې کړی دی.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي ذکرالله چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستون شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل، لس کاله مخکې د اقتصادي ستونزو او ناامنۍ له امله پاکستان ته کډوال شوی و.

هغه چې د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده یې شکایت کاوه وویل، په تېرو لسو کلونو کې یې په هغه هېواد کې درانه کارونه کول او ډېرې لږې پیسې چې یوازې خپل ورځني لګښتونه یې پرې پوره کول، پیدا کولې.

هغه چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري په زوره له دغه هېواده را ایستل شوی، له اقتصادي ستونزو د او د سرپناه له نشتوالي ځوریږي او زیاتوي چې په یوه ویجاړ کور کې تر خېمه لاندې شپې ورځې تېروي.

هغه له اسلامي امارت، ملي او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د سرپناه جوړولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

په همدې حال کې، خیرالله چې د بدخشان د خاش ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له خپلې څلورکسیزې کورنۍ سره له ایرانه راستون شوی، هم ورته اندېښنه لري.

هغه زیاته کړه: «۲۰ کاله مخکې د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړم، هلته مو هم سخت ژوند درلود، دومره څه رارسېدل چې ژوندي پاتې شو، اوس چې راغلي یو، نه کور لرو او نه کار.»

هغه هم له اسلامي امارت او همکارو موسسو وغوښتل چې د کاري فرصتونو برابرولو ته لومړيتوب ورکړي څو افغانان نور کډوالۍ ته اړ نه شي.

دغه ولایت ته بل راستون شوی کډوال ۴۰ کلن عبدالمطلب هم له بې‌کارۍ او ناوړه اقتصادي ستونزو کړېږي او وايي، دا مهال دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې د خپلوانو کره اوسېږي.

هغه په ​​پاکستان کې کډوالي د خپل ژوند تر ټولو سخت وخت وباله، ویې ویل چې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله غیرقانوني کډوالۍ ته اړ شوی و.

هغه له اسلامي امارت او مرستندویه بنستونو وغوښتل چې راستنو شوو ته د کار پیدا کولو برخه کې پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، په بدخشان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو امر محمد کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، د هغه مکتوب پر بنسټ چې په دې روستیو کې یې په زور د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو له عالي کمېسیونه ترلاسه کړی، لارښوونه شوې چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ دې د راستنو شوو ستونزو ته رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړه چې د راستنېدونکو لپاره د دایمي سرپناه برابرولو لپاره هم هڅه کوي.

په ورته وخت کې، د بدخشان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي قیام‌الدین حاجي‌زاده وايي چې له راستنو شوو کډوالو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې هم شوې دي.

هغه زیاته کړه: «خو تر اوسه په بدخشان ولایت کې د کډوالو لپاره کوم ځانګړی دایمي ښارګوټی یا سرپناه نه دي جوړ شوي، خو موږ هڅه کوو د هغوی لپاره دایمي سرپناوې جوړې کړو او د کار زمینه ورته برابره کړو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۵ میاشتو کې له ترکیې، پاکستان او ایرانه ۴۷۲۰ کډوال دغه ولایت ته راستانه شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.