Language

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): ځايي مسوولین وايي، د فیض‌اباد – بهارک پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، یاده پېښه پرون د یوه ټېلري او پاسو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

کامګار وايي، د پېښې ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.