Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین، د کم عمره ماشومانو له خوا د سختو کارونو پیلولو ته اندېښمن دي او وايي، د دغه ولایت له مرکز او څلورو ولسوالیو څخه د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۷۷۰۰ ماشومانو دغه ډول کارونو ته مخه کړې ده.
د بدخشان مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له کتابلوستنې سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان عامه کتابتون ته ورځي او له شته کتابونو یې استفاده کوي.
د فيضاباد ښار اوسېدونکي د دغه ښار په واټونو او کوڅو کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر د پام وړ کمېدو له امله خوښ دي او د هغوى ټولولو کمپاین د دوام غوښتنه کوي چې د مسوولینو په وینا، د دغه ولایت د روږدو درملنې په مرکزونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ ډېر روږدي تر درملنې لاندې دي.
د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، یوه ځوان هلک او نجلۍ د کورني تاوتریخوالي ځانونه د کوکچې سیند ته اچولي دي.
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
فیضاباد (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): په بدخشان کې د شاتو مچۍ لرونکي سږ کال د شاتو د حاصلاتو کمېدو له امله اندېښمن دي او له
د بدخشان سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د بیا غوړېدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۲۰زرو ډېرو داخلي او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو څېړلو په موخه بدخشان ولایت ته سفر کړی، وایي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکي د ښه کېدو په حال کې دي او اوسمهال په کابل کې ۱۵ بهرني سفارتونه خلاص دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP