په کندهار کې د پالېزونو کروندګر او د تازه مېوو سوداګر وايي، سږ کال د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله د خټکیو او هندواڼو حاصلات کم شوي او تر دې مهاله هیڅ یوه هېواد ته صادر شوي نه دي.
کندهار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وړمې شپې بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د کندهار چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک، شاولیکوټ، ارغنداب ولسوالیو او ځينو نورو سیمو کې سېلابونو پر مالي زیانونو سربېره ۱۲ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د کندهار مسئولین وایي، پاکستان په کندهار کې له سېلابځپلو کورنیو سره د ۱۱ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، که څه هم د پخوا په پرتله سوداګري ۳۵ سلنه کمه شوې، خو د روڼتیا په رامنځته کولو سره د دغه ولایت د ګمرک د عوایدو کچه لوړه شوې ده.
کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندهار بڼوال او د تازه مېوې سوداګر وایي، په دغه ولایت کې د انګورو حاصل ټولول پیل شوي خو
د «اسلامي امارت» مشر شیخ هبتالله چې نن یې د اختر په مناسبت د کندهار عیدګاه جومات کې وینا کوله، وویل، له نړۍ او خلکو سره د شریعت او ملت د ګټو په رڼا کې تعامل غواړي او زیاته یې کړه چې د شریعت له احکامو هیڅکله نه تېرېږي.
د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په کندهار کې نه یوازې د پسونو بیه لوړه شوې، بلکې پلور یې هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.
چارواکي وايي، له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو او له دې وروسته به د امنیت ساتنې چارې یوازې په همدغه یونیفورم کې ترسره کوي.
د ترکيې د بشردوستانه مرستو بنسټ (IHH) په کندهار کې له ۱۰۰۰ یتیمانو سره د اختر د جامو، څپلیو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
د کندهار له مرکزي زندان څخه په بېلابېلو جرمونو تورن او په نشه يي توکو روږدي ټولټال ۳۵۰ کسان خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
. . .