ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په رانږدې کېدو سره کندهار کې د څارویو بیه لوړه شوې

د اختر په رانږدې کېدو سره کندهار کې د څارویو بیه لوړه شوې

author avatar
7 Jul 2022 - 15:05
د اختر په رانږدې کېدو سره کندهار کې د څارویو بیه لوړه شوې
author avatar
7 Jul 2022 - 15:05

کندهار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په کندهار کې نه یوازې د پسونو بیه لوړه شوې، بلکې پلور یې هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د پسونو پلورونکي او کوچیان د څارویو د بیو د لوړېدو لامل، وچکالي او د څرځایونو نشتوالی ګڼي او وايي، د پسونو پر ساتلو یې ډېر لګښت کړی نو ځکه یې بیې لوړې دي.

خو دوی دا شکایت هم کوي چې د پخوا په پرتله د پسونو پلور کم شوی، ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی.

د پسونو پلورونکي او کوچیان وايي، د وچکالۍ او څرځایونو د وچېدو له امله اړ شوي خپلو څارویو ته خوراکي توکي وپېري چې دې ستونزې هم پر بیو یې اغېز کړی دی.

د پسونو یوه پلورونکي محمد انور پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال پسونه کم دي او له بلې خوا هره ورځ پاکستان ته هم اړول کېږي چې له همدې امله یې بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، که پاکستان ته د پسونو د قاچاق مخنیوی وشي نو بیې به یې کښته شي.

دی وايي، د لوی اختر له راتګ سره اوسمهال د یوه متوسط یا منځي پسه بیه له ۱۴ تر ۱۵زره افغانیو ده، په داسې حال کې چې پخوا د همداسې یوه پسه بیه له ۱۰ تر ۱۱زره افغانیو وه.

د پسونو یو بل پلورونکی عزت‌الله بیا وایي، سږ کال وچکالۍ هم د پسونو پر بیو اغېز کړی ځکه ساتنه یې ستونزمنه ده.

د هغه په وینا، سږ کال وچکالي ده، څرځایونه له وخت مخکې وچ شوي، له همدې امله کوچیانو او مالدارانو د پخوا په پرتله کم څاروي ساتلي او بل یې د هغوی پر ساتلو ډېر لګښت کړی دی.

دی زیاتوي، همدا لامل دی چې د څارویو بیې تر پخوا لوړې شوې دي.

دغه‌راز نوموړی یادونه کوي چې له نورو ولایتونو څخه کندهار ته پسونه نه را پرېښودل کېږي چې دې چارې هم د پسونو بیې لوړې کړې دي.

د هغه په خبره، که له نورو ولایتونو څخه کندهار ته د پسونو راوستلو اجازه ورکړل شي، نو بیې به یې ټیټې شي.

د اخترجان په نامه یو قصاب بیا وایي، پاکستان ته دې یوازې هغه پسونه ولېږدول شي چې نسل یې زیات وي او دلته د پسونو پر شمېر اغېز و نه کړي.

ده وویل: «پاکستان ته اوس هم هره ورځ پسونه لېږدول کېږي، مخنیوی یې باید داسې وشي چې نسلي پسونه او مېږې پرې نه ښودل شي، یوازې دې هغه پسونه ولېږدول شي چې نسل یې زیات وي.»

بلخوا، د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې سږ کال د پسونو بیه لوړه ده او ډېری کسان چې پخوا یې په اخترونو کې قرباني کوله، سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای.

د کندهار یوه اوسېدونکی فضل احمد وايي، سږ کال نه غواړي چې قرباني وکړي، ځکه پورونه ورباندې دي او د پسونو بیه هم تر پخوا ډېره لوړه ده.

ده زیاته کړ: «ما هر کال اختری کاوه، خو سږ کال هم پوروړی یم او هم پسونه ډېر ګران دي، پخوا چې به کاروبار و، ګټه ډېره وه، خو سږ کال کاروبارونه داسې ولاړ دي چې له جېبه تاواني یو.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی حاجي شاه‌ولي هم وایي، سږ کال که څه هم د څارویو بیه لوړه ده خو بیا هم دوه پسونه یې د قربانۍ لپاره رانیولي دي.

ده زیاته کړه، دا چې قرباني ورباندي لازمي ده نو که د پسونو بیه لوړه هم وي نو پېري يي.

ده وویل: «ما او ورور مې هغه ورځ دوه پسونه رانیول، بیه یې ډېره لوړه وه، هغه پسونه چې نور وخت به مو په ۱۴ یا ۱۵ زره افغانۍ رانیول سږ کال مو په اتلس زره افغانۍ یو دانه رانیولی دی، چاغ پسونه ډېر کم او ګران دي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې یوه مامور فدا محمد وایي، هره ورځ په دغه ولایت کې سلګونه څاروي حلالېږي چې دې چارې هم د هغو پر بیو اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې تر ډېره پاکستان ته د پسونو د قاچاق مخه نیول شوې او په دې برخه کې امنیتي ځواکونو خپلې هڅې چټکې کړې دي.

نوموړي وویل: «هره ورځ په کندهار کې شاوخوا ۶۰۰ پسونه او ۹۵۰ وزې حلالېږي چې دا ډېر لوی شمېر دی او کېدای شي پر مالدارۍ منفي اغېز ولري، نو زموږ غوښتنه هم دا ده چې پاکستان ته باید داسې وزې او پسونه و نه لېږدول شي چې دلته د څارویو پر نسل منفي اغېز کوي.»

مسوولین وایي، په کندهار کې اوسمهال د اټکل له مخې ۷ میلیونه ۱۵۰زره پسونه او وزې شته او هر کال په لوی اختر کې شاوخوا یو نیم میلیون وزې او پسونه حلالېږي.

Visits: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.