ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهار زندان څخه ۳۵۰ کسان خوشې شول

له کندهار زندان څخه ۳۵۰ کسان خوشې شول

author avatar
5 Jul 2022 - 18:25
له کندهار زندان څخه ۳۵۰ کسان خوشې شول
author avatar
5 Jul 2022 - 18:25

کندهار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندهار له مرکزي زندان څخه په بېلابېلو جرمونو تورن او په نشه يي توکو روږدي ټولټال ۳۵۰ کسان خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.

د کندهار زندان مسوول مولوي اخترمحمد اغا د دغو کسانو د خوشي کولو پر مهال رسنیو ته وویل، په خوشي شوو کسانو کې د څلورو ښځو په ګډون، ۲۴ تنه په جنايي جرمونو تورن وو او پاتې یې په نشو روږد هغه کسان دي، چې درملنه یې بشپړه شوې وه.

ده زیاته کړه، دغه کسان چې د ډېرو یې د بند موده پوره شوې وه او د ځینو لږ پاتې وه، د «اسلامي امارت» د مشر د ځانګړې مهربانۍ او محکمې د پرېکړې پر بنسټ، خوشي شوي دي.

هغه وویل: «په دغو بندیانو کې ۲۴ تنه جنايي مجرمین وو چې غلا او د شریعت خلاف نور کارونه یې کړي وو، پاتې بیا معتادین وو چې له درېیو تر اتو میاشتو یې د بند موده تېره کړې وه او درملنه یې بشپړه شوې وه.»

خوشي شوي کسان خوښ دي چې د اختر له رانږدې کېدو سره خوشي کېږي او له خپلو کورنیو سره یو ځای کېږي.

د نثاراحمد په نوم خوشي شوي کس پژواک اژانس ته وویل، پوره شپږ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې، په دې موده کې یې ښه درملنه شوې او د نشه يي توکو له کارولو څخه یې لاس اخیستی دی.

دی وايي، غواړي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او هیڅکله بیا نشو ته مخه نه کړي.

یو شمېر نورو بندیانو هم له پژواک سره په خبرو کې یادونه وکړه چې غواړي د سالمو انسانانو په توګه په ټولنه کې ژوند وکړي او له هر ډول ناقانونه کړنو څخه ډډه وکړي.

د کندهار د مرکزي زندان د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه محبس کې ۱۷۴۲ زندانیان ساتل کېږي چې ۷۸۲ یې په نشو روږد او ۶۳۳ یې په جنايي جرمونو تورن دي.

په دغو زندانیانو کې ۳۸ ښځې او ۵۷ ماشومان هم شامل دي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.