Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په دغه ولایت کې درې کورونه، یو سړک، دوولس جریبه کرنیزه ځمکه او یو د برېښنا کوچنی بند تخریب شوي دي.
د پنجشېر له کانونو د استخراج شوو زمردو په شپاړسمه داوطلبۍ کې ۶۴۹۳ قیراطه زمرد په ۱۸۵ زره او ۱۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې اشیانه موسسې د یونیسف په مالي همکارۍ د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې له ۱۶۷۸بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د پنجشېر له کانونو د استخراج شوو زمردو په پنځلسمه داوطلبۍ کې ۲۵۴۷ قیراطه زمرد په ۹۴ زره او ۸۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
پنجشېر کې یوه ځایي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په درې ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپل کوژدن سره له لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
ځايي چارواکي وايي چې د وروستۍ واورې او باران له امله په کاپیسا کې ۴۲ کورونه په قسمي او بشپړ ډول او په پنجشېر ولایت کې په قسمي ډول د ۱۰ استوګنیزو کورونو ویجاړېدو تر څنګ ۱۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
د پنجشېر له کانونو د استخراج شوو زمردو په څوارلسمه داوطلبۍ کې ۶۸۸۷ قیراطه زمرد په ۲۰۰ زره او ۲۵۰ ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شپږ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي.
پنجشیر کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ درې کلنه دښمني پای ته ورسېده.
پنجشېر کې په دیارلسم ځل د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۸۶۷ قیراطه زمرد په ۲۹۶ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اړتیا ده څو د برېښنا شرکت د دوی د سیمو برېښنا تامین کړي؛ ځکه د وچکالیو له امله د هغو کوچنیو بندونو د برېښنا د تولید ظرفیت چې د خلکو له لوري جوړ شوي، ۷۰ سلنه ټیټ شوی دی.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت يه شتل او ابشار ولسوالیو کې د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ پرمختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن