هرات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت له للمي او اوبو ځمکو
هره ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د هرات د ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي له انساني قاچاقبرانو سره تر همغږۍ وروسته، د اسلام کلا بندر له لارې په ناقانونه توګه ایران ته ځي.
د بند سبزک د ډبرو سکرو کان په هرات ولایت کې یو له هغو شپږو مشهورو کانونو څخه دی چې د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوولینو په خبره، سلګونه ځوانان پکې پر کار بوخت دي.
په هرات کې مزدورکاران د کار له نشتوالي شکایت کوي او وایي، د کار نه شتون له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
په هرات ولایت کې د «افغان لاجورد» په نوم د داخلي تولیداتو نندارتون تېره ورځ د دولتي چارواکو په شتوالي کې جوړ شو.
د هرات یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د معیاري سړوخونو پر نهشتون نیوکه کوي او وايي، هر کال یې ډېر کرنیز محصولات خرابېږي او یا یې په ډېره ټيټه بیه پلوري.
په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د پولیسو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې د وسلو او نظامي تجهیزاتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د هرات امنیتي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې لسګونه کیلوګرام نشهیي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
په هرات ولایت کې سوداګرې ښځې د ناوړه اقتصادي وضعیت او ملي او نړۍوالو بازارونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او له حکومته غواړي چې د سوداګرۍ او کاروبار په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې او ملاتړ یې وکړي.
په هرات کې امنیتي سرچینې وايي، په هرات ښار کې د عملیاتو پرمهال د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده.
د هرات موزیم مسوولین وایي، یوه انتیک پلورونکي ۳۷۵ تاریخي او لرغوني اثار دغه موزیم ته سپارلي دي.
د هرات د حوزوي روغتون یو شمېر مراجعین د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې د ښځینه ډاکترانو له کمښته شکایت کوي او د هرات له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې یاده ستونزه هواره کړي.