. . .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، دوی لېواله نه دي چې له خپلو پولو بهر پوځي عملیات ترسره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وایي، ځيني لوی هېوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله پخپله هم له دوی سره تعامل ته نه دي چمتوی شوي او نور هېوادونه هم له دې چارې منع کوي.
د افغانستان د پاسپورټ لوی ریاست وایي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا او ژر پیلېدو په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي.
د اسلامي همکاریو سازمان وایي، له افغانستان سره یې د درې مېلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د وېش بهیر یې پیل کړی دی.
د کابل – جلالاباد د دویم سړک ویجاړ شوو برخو د بیارغونې او د استنادي دېوالونو جوړولو کار پای ته ورسېد او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) وايي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ ۲۴مه نېټه -چې د زدهکړو نړۍواله ورځ ده- د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.
د یو شمېر ولایتي مسوولینو په وینا، د سړې هوا له امله د لسګونو روږدو په ګډون تر اوسه شاوخوا ۸۸ کسان مړه شوي دي؛ بلخوا د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د سړې هوا له امله د یو شمېر هېوادوالو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.