ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د سرپرست حکومت له مسوولینو سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرو اترو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
د ریاستالوزراء د دفتر رییس، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړاندیزونه به یې له مشرتابه سره شریک کړي.
افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې او افغانستان لپاره د جرمني سفارت، د مخکنۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبيزاده وژنه غندلې او په تړاو یې د عدالت تامينېدو غوښتنه کړې ده.
. . .
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ایان ایګلنډ د افغانستان اسلامي امارت له علماوو شورا څخه غوښتي چې د دغه هېواد په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو په اړه دې دویم فرمان صادر شي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې دننه د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده.
اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو د فضایي ملي ادارې (ناسا) پوهانو ویلي، داسې یو ستوری یې کشف کړی چې د ځمکې