Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سوېلختيځ زون په څلورو ولايتونو کې د لسګونو کوچنيو او منځنیو متشبثينو او لسو کنسرسيومونو د مالي ملاتړ پروګرام پيل شو.
د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده.
پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
پکتیا کې یو شمېر هغه کروندګر چې شنې خونې یې جوړې کړې، د خپلو دغو خونو له حاصلاتو خوښ دي خو وايي چې حکومت او اړوند موسسې دې د مسلکي کسانو د روزنې او نباتي ناروغیو مخنیوي برخو کې مرسته ورسره وکړي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو درې کارخونې کشف کړې او ۷۳۰ کیلوګرامه چرس یې نیولي دي.
د یوناما مشرې د پکتیا له مرستیال والي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د کوچنيو سوداګريو پياوړتيا، پوهنې، کرنې او کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو برخو کې به نړۍوالې مرستې راجلب او په دې برخه کې به هڅې لا زیاتې کړي.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو.
د پکتيا د سيدکرم او جانيخېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.
د پکتيا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ اختريز جام سيالۍ د جهانګير لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې ۵۰۳ کیلوګرامه خام چرس نیول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د پکتیا ولایت په حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره په پنځو برخو کې د تخصص پروګرام پیل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP