ګردېز (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د سوېلختيځ زون په څلورو ولايتونو کې د لسګونو کوچنيو او منځنیو متشبثينو او لسو کنسرسيومونو د مالي ملاتړ پروګرام پيل شو.
د ياد پروګرام له لارې به په پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو کې له هر کوچني متشبث سره دوه زره امريکايي ډالر او له هر کنسرسيوم سره ۲۰ زره امريکايي ډالر مرسته وشي.
د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست د صنعتي پارکونو امر خاناغا واحديار په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې ياد پروګرام د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO) په مالي ملاتړ او د پرمختیايي مرستو موسسې (ORD) په تخنيکي همکارۍ په څلورو ولايتونو کې پلی کېږي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې په پکتيا کې به د ياد پروګرام له لارې له ۲۳ کوچنيو متشبثينو او دوو کنسرسيومونو سره مالي مرسته وشي او د هغوی کاروبار به ورسره پر پښو ودرېږي.
کنسرسیوم (Consortium) په عمومي ډول داسې یوه ګډ جوړښت ویل کېږي چې څو شرکتونه، موسسې، یا متشبثین د یوې مشخصې موخې یا پروژې لپاره سره یوځای شي.
د ياد پروګرام مسوول اسدالله صميم هم وويل، د دوی موخه د کورنیو توليداتو پیاوړتیا او خلکو ته د کاري زمينو برابرول دي.
هغه زیاته کړه، کله چې متشبثين مالي ملاتړ ترلاسه کړي، کاروبار يې ورسره غوړيږي او په دې سره په ټولنه کې د بېوزلۍ کچه راټيټېږي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د يوې فابريکې مسوول سيد بادشاه کمال چې د حيواني خوراکي توکو د توليد کارخونه لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د صنعتکارانو لپاره د مالي ملاتړ پروګرام تر يوې اندازې ګټور تمامېدای شي.
هغه غوښتنه وکړه چې د کوچنيو کاروباريانو د کار پراختيا لپاره دې د مالي ملاتړ ترڅنګ د مسلکي کارګرو په روزنه او تخنيکي برخو کې هم مرسته وشي.
رازمحمد هم چې په ګردېز ښار کې د لبنياتو پروسس مرکز لري، پژواک ته وويل چې د مالي ملاتړ ياد پروګرام به کوچنيو کاروباريانو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې خپلو کاروبارونو ته پراختيا ورکړي او بې روزګاره کسانو ته کاري زمينې برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP