Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وایي چې سږ کال به د پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي چې ۲۴۰ بېوزلو کورنيو ته یې د کوچنيو کاروبارونو زمينه برابره کړې او اړين توکي يې پرې وېشلي دي.
پکتیا کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې کورني شاتو ته د بازارموندنې او د هغو د صادراتو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پکتیا پوهنتون د محصلینو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
پکتیا کې د شیدو غواګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په بازار کې د پوډري شیدو او بېکیفیته لبنیاتو شتون د دوی د تولیداتو بازار خراب کړی او کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې یې دوه کسان د یوه ماشوم د تښتونې په تور نیولي دي.
د پکتیکا سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۱۰۰۰ نوي کورونه جوړ او زیانمنو کورنیو ته وسپارل شول.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۷ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تندر غورځېدو له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی
د پکتیا په دولتي ښارګوټي کې راستنو شویو سلګونو کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه، او دغه راز د شاوخوا ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دغه ولایت کې کډوالو لپاره د یوه بل ښارګوټي جوړولو چارې هم پیل شوې.
د پکتيا سیمهییز مسوولین وایي، د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند د سپینې شګې تفريحي پارک يو خصوصي شرکت ته د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شو.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۶۰ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP