ګردېز (پژواک، ۱۴غويي ۱۴۰۴): د پکتيا سیمهییز مسوولین وایي، د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند د سپینې شګې تفريحي پارک يو خصوصي شرکت ته د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شو.
سپينه شګه د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته شنه او په ځنګلونو پوښلې سيمه ده چې په اخترونو او نورو ځانګړو ورځو کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو ورته ګڼ شمېر سيلانيان راځي.
د پکتيا د کرنې ریيس مولوي سيد امين هاشمي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې مرزا محمد کټوازي ګروپ به د کوټکي له بازار څخه پارک پورې اووه کيلومتره سړک په اساسي ډول جوړوي، اوبو سيسټم، څلورويشت ساعته برېښنا، سيار کلينیک او ځينې نورې اړينې اسانتياوې به برابروي.
هغه دغه راز وويل چې قراردادي شرکت به د کال دوه ميليونه افغانۍ اسلامي امارت ته ورکوي او په ياده تفريحي سيمه کې به په راتلونکو شپږو کلونو کې ۲۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت پانګونه کوي.
د یاد شرکت یو مسوول محمد نبي وویل، هڅه کوي چې د دغه تړون ټولې ژمنې عملي او سیلانیانو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ځاځي اريوب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي انور صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سپينې شګې تفريحي سيمې ته راغلی سړک خراب دی او د سيلانيانو راتګ پر وړاندې يوه لويه ستونزه ده.
هغه دغه راز زياتوي چې د سپينې شګې تفريحي پارک کې د سيلانيانو لپاره د اوسېدو، پاکو اوبو، برېښنا او مخابراتي خدمتونو نشتون هغه نورې ستونزې دي چې سيلانيان ورسره مخ دي.
د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي ميرزلي خان هم پژواک سره په خبرو کې وويل چې سپينه شګه تفريحي سيمه کې ځنګلونه شته چې د ساتنې لپاره يې بايد پام وشي.
هغه وويل د هر ډول ساختماني چارو پر مهال بايد د پارک طبيعي ښکلا زيانمنه نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP