ګردېز (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۴): د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۶۰ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتيا د کرنې ریيس مولوي سيدامين هاشمي په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وويل چې د کچالو او پيازو ۳۰ سړې خونې په مرکز ګردېز او د مميزو وچولو ۳۰ خونې په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې جوړېږي.
هغه دغه راز وويل چې په دې سره به بزګران وکولی شي چې خپل تر لاسه کړي د کچالو او پيازو حاصلات په سم ډول وساتي.
دی زياتوي چې د سړو خونو د کمښت له امله به ډېری پياز او کچالو خرابيدل او بزګرانو ته به مالي زيان رسيده.
په پکتیا ولایت کې د «RRAA» موسسې مسوول محمدکبير يعقوبي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه سړې خونې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړولو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او د دې موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.
دی وایي چې پر دغه سړو خونو څه باندې ۴۷ میلیونه افغانۍ لګښټ راځي او هره سړه خونه له لس تر پنځلس ټنو کچالو او پيازو د ساتنې ظرفيت لري.
د یعقوبي د معلوماتو له مخې، د دغو سړو خونو د جوړولو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د مرکز ګردېز د سلالبيک سيمې اوسېدونکي عبدالباقي وويل چې له دې مخکې به بزګرانو د کچالو او پيازو زياته برخه حاصلات خرابيدل او يا به يې په ټيټ قيمت پلورل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP