Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د پنځو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۴): د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې  د څه باندې ۲۷ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د کابل د سينديزې فرعي حوزې عمومي ریيس محمدعارف مهمند د يادو پروژو د پيل مراسمو کې وويل چې یادو پروژو کې يوه یې د پکتيا د اوبو او برېښنا رياست ته د ۱۲،۷ میلیون افغانيو په لګښت وداني جوړېږي.

هغه وويل ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۱۸ اداري خونې، کنفرانس روم او نورې اسانتياوې به ولري او چارې به يې راتلونکو ۱۵ مياشتو کې بشپړې شي.

هغه دغه‌راز وويل چې نن يې په زرمت ولسوالۍ کې هم د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل کړې.

د هغه په خبره چې په يادو پروژو کې د بيټکې چکډيم، د حسن خيلو کاريز ساتنې ديوال، د بر ملايانو کاريز اوبو حوض، د شولګډ کاريز، سربند او کانال جوړول شامل دي.

هغه وويل يادې پروژې له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره د يواېن‌ډي‌پي ادارې په څه باندې ۱۵ ميليونه افغانی مالي لګښت جوړېږي.

په يادو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وويل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د ولس د هوساينې لپاره ټولګټې پروژې پلې کړي.

هغه وويل د اسلامي امارت مشرتابه ډاډ ورکړی چې سږ کال به هم په غزني، هرات، تخار او بغلان ولايتونو کې د اوبو د لويو بندونو چارې پيل شي.

په ورته وخت کي د زرمت ولسوالُ يو شمېر اوسيدونکي هم خوښي څرګندوي چې په سيمو کې يې ورته د وچکالي او اوبو ضايعاتو مخنيوي لپاره پروژې پلې کيږي.

د زرمت ولسوالۍ حسن‌خيلو سيمې يوه اوسېدونکي محمدنبي پژواک خبري آژانس ته وويل چې ډيرې اوبه ضايع کېدې او د یادو پروژو په تطبيق سره به د اوبو ضايعاتو مخنيوي وشي.

هغه وويل د ياد چکډيم او نورو پروژو په بشپړېدو سره به لسګونه جريبه کرنيزې ځمکې خړوبې شي.

د معلوماتو له مخې، د يادو څلورو پروژو چارې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.