ګردېز (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي چې ۲۴۰ بېوزلو کورنيو ته یې د کوچنيو کاروبارونو زمينه برابره کړې او اړين توکي يې پرې وېشلي دي.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې په دغو کوچني کاروبارونو کې خياطي، ګلدوزي، کوچني دوکانونه، کاروباري کراچۍ او د هګيو چرګانو فارمونه شامل دي.
هغه زياته کړه، دا کوچني کاروبارونه نه يوازې د مرکز ګردېز، بلکې د سيدکرم، احمدابا، احمدخېل، وزې ځدراڼ او زرمت ولسواليو اړوندو کورنيو ته هم برابر شوي دي.
نصرت وايي: «په دغو ۲۴۰ کورنيو کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي چې د ځانګړې کمېټې له خوا مشخصې شوې وې، نورې کورنۍ هم پهکې شاملې دي چې سرپرست يې معيوبین، کونډې او يا هم ډېر بوزله کسان دي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، ياد کاروبارونه د (EPDO) مؤسسې له لوري د شاوخوا ۲،۸ ميليون افغانيو په مالي ملاتړ برابر شوي دي.
د پکتيا د اقتصاد ریيس مولوي انور راشد وويل، یو شمېر نورو موسسو هم ژمنه کړې چې روان کال به ورته پروژې د نورو بېوزله کورنيو لپاره هم پلې کړي.
هغه له دغو اړمنو کسانو وغوښتل چې له برابر شوو کاروبارونو ښه ګټه واخلي، څو د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې حل کړي.
احمدګل چې پر يوه لاس معيوب دی او د شپږکسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه خپله کار نه شم کولای، خو اوس مې مېرمنې ته د خياطۍ کاروبار برابر شوی، چې له لارې به یې زموږ د نفقې ستونزه هواره شي.»
د سيدکرم ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي زرداد هم پژواک ته وويل چې دغه ډول کوچني کاروبارونه کولای شي ډېرو کورنيو ته د ژوند اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.
هغه له اړوندو ادارو او مرستندويه مؤسسو وغوښتل چې د ورته پروژو د دوام ترڅنګ نورې بېوزلې کورنۍ هم پهکې شاملې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP