ژبه

پکتیا کې د تندر غورځېدو له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

توسط خالد ذهین

مې 10, 2025 - 9:32 am

Views: 221

ګردېز (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تندر غورځېدو له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتيا ولایت د طبیعي د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د مرکز ګردېز اړوند کوزې خطابې د نيازيو کلي کې شوې ده.

نوموړي وویل چې په دغه پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېرې ورځ د ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.