Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ملي امنیت ریاست وایي چې په پروان ولایت کې یې د برېښنا پایو د ویجاړولو د ډلې مشر یې له درېیو نورو همکارانو سره چې د داعش ډلې غړیتوب لري، نیولی دی.
د راپورونو له مخې، د بدخشان ولایت د ګڼ شمېر ولسوالیو تر سقوط وروسته سلګونه دولتي سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د اداري فساد په تور یې د دوو څارنوالانو دندې ځنډولې دي.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د بګرام هوایي ډګر رادار او مخابرې سیستم (VSAT) بیا فعال شو.
د کابل ښار د شپاړسمې حوزې په ساحه کې د ناپېژاندو وسله والو پر ډزو د پولیسو یو افسر وژل شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري او دوی په زور د واک ترلاسه کولو ملاتړ نه کوي.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د استرداد د هوکړې پر اساس، لس ایراني بندیان دغه هېواد ته واستول شول.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د هیڅ قوم استازیتوب نه کوي او په تېرو ۲۷ کلونو کې د هېواد له ټولو قومونو او اقشارو سره جنګېدلي دي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر ډیمیټري ژیرنوف ویلي چې دوی نېغ په نېغه له طالبانو ګواښ نه محسوسوي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې د دوو مېرمنو په ګډون ۳۵ کسان د ۲۴ قضیو په تړاو د نشه یي توکو د قاچاق په تور پر بند محکوم شول.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د جګړې او کړکېچ لپاره پوځي حل لار نشته او طالبان باید له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر شي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر منلي ده چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، ټپيان یې د درملنې لپاره هلته ته ور وړل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP