Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې محمد طاهر زهیر د بامیان او ستر جنرال مراد علي مراد د دایکنډي د واليانو په توګه ټاکل شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال نن له غرمې مخکې په ارشده امنیتي غونډه کې د بلخ اوڅېرمه ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د کابل پولیس وايي چې د دغه ولایت په بګرامۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله والو درې امنیتي منسوبین وژلي دي.
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې امریکایي قوماندانان افغان ځواکونو ته د سلا مشورو ورکول جاري ساتي.
د برېښنا شرکت ریاست وایي چي د وارداتي برېښنا یوه پایه د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د چاودنې له امله تخریب شوې خو د برېښنا جریان نه دی پرې شوی.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د اداري فساد د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د پنځو څارنوالانو دندې د وظیفوي جرم په ارتکاب ځڼدول شوې دي.
د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې تېره شپه په کابل ښار کې د هوايي مدافعې نوی نصب شوی سيستم فعال شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هېواد ۸۵ سلنه خاوره یې په لاس کې ده.
ولسمشر اشرف غني وایي، که طالبان فکر کوي چې له موږ به تسلیمي اخلي، په سلو کلونو کې به یې هم دغه ارمان پوره نه شي.
. . .
ملي امنیت ریاست وایي چې په پروان ولایت کې یې د برېښنا پایو د ویجاړولو د ډلې مشر یې له درېیو نورو همکارانو سره چې د داعش ډلې غړیتوب لري، نیولی دی.
د راپورونو له مخې، د بدخشان ولایت د ګڼ شمېر ولسوالیو تر سقوط وروسته سلګونه دولتي سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP