د احصايې او معلوماتي ټکنالوجۍ ملي اداره وايي چې له راتلونکې اوونۍ وروسته په قلم ډکې شوې فورمې نه منل کېږي، متقاضايان دې د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره فورمې په انلاین بڼه ډکې کړي.
د عراق په کردستان کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډې توغندیز بريد شوی او يو شمېر قرارداديانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان دولت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر او غړو په ۱۳ اروپايي هېوادونو او امریکا کې له مېشتو افغانانو سره د سولې مذاکراتو بهیر په اړه خبرې وکړې
د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د پرېکړې په اساس له دې وروسته د موبایل سیټونو ټول واردوونکي مکلف دي چې د اترا ادارې جوازنامه، د اړوندې موبایل کمپنۍ د تولیداتو د معیار او د IMEI د تایید سند ولري.
د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن ويلي چې غواړي په نړۍ کې د امريکا اوږدې جګړې نور پاى ته ورسوي.
امنیتي سرچینې وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزي امر محمدزی کوچی او د هغه دوه ساتونکي نن سهار په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د کابل پولیس وایي چې نن سهار په کابل ښار کې درې چاودنې شوې دي خو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
د باميانو د لومړي يکاولنګ ولسوالۍ ابتدائيه څارنوال د رشوت اخيستو په تور نيول شوى دى.
د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکنيزي وايي چې په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او د دې ترڅنګ د ناټو روزنې له ماموريت سره هم همکاري کوي.
کابل(پژواک،۱۹سلواغه۹۹): پولیس وایي چې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپیان شول. د
د عامې روغتيا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د کرونا دوه سوه زره دوزه واکسین مرسته کوي.
د ناټو سرمنشي وايي چې دوى په افغانستان کې روان تاوتريخوالى او هدفي وژنې په دقيق ډول څاري او د دفاع وزيرانو په غونډه کې به د افغانستان راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.