ژبه

په کابل ښار کې یوې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړل

کابل(پژواک،۱۹سلواغه۹۹): پولیس وایي چې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپیان شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه نن سهار په اتو بجو او پنځه څلوېښت دقیقو د کابل په څلورم مکررویان کې شوې ده.

هغه وایي چې دغه چاودنه پر یوه هایلکس موټر شوې چې له امله یې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې په باغ قاضي سیمه کې دوو چاودنو د پولیسو د یوه افسر او یوه هندو په ګډون دوه کسان وژلي او د دوه هندوانو په ګډون یې پنځه کسان ټپیان کړي وو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې دماینونو چاودنې ډېرې شوې دي چې د کابل اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.

ورته موضوع