ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اترا ادارې له جواز پرته د موبایل سیټونو واردات منع شول

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٩) : د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د پرېکړې په اساس له دې وروسته د موبایل سیټونو ټول واردوونکي مکلف دي چې د اترا ادارې جوازنامه، د اړوندې موبایل کمپنۍ د تولیداتو د معیار او د IMEI د تایید سند ولري.

د اترا له خوا د سلواغې په ٢٥مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې د ادارې د بورډ ۵۴مه ناسته کې د حقوق او جواز ریاست د ۹۴ شمېرې وړاندیز په تړاو پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې د مخابراتي وسایلو د تورید په جوازنامو کې د موبایل سیټونو د وارداتو موضوع هم شامله شي، څو هېواد ته د بې کیفیته، کاپي شویو او جعلي (IMEI) موبایلونو د وارداتو مخه ونیول شي.

سرچينې زياته کړې، بورډ همدا راز د حقوق او جواز ریاست ته هدایت ورکړ چې پرېکړه د موبایل سیټونو واردوونکو، ملي سوداګرو، د مالیې وزارت، سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت، لویې څارنوالۍ، ځمکنیو او د هوايي ډګرونو ګمرکونو، د قانون ساتونکو ادارو او نورو اړوندو ارګانونو ته ابلاغ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره دا ګام د ورکو شویو مبایلونو د استفادې د مخنیوي طرزالعمل د ښه تطبیق په موخه اخلي چې ورسره به د موبایلونو د غلا، امنیتي پېښو او د جرمونو مخنیوي تر څنګ د جعلي IMEI لرونکو سیټونو له کبله هېوادوالو ته د پېښېدونکو روغتيايي او امنیتي ستونزو کچه راټیټه شي.

اترا ويلي، د پرېکړې په اساس به د هېواد په ګمرکونو کې له دې وروسته یوازې هغه وارد شوي مبایل سیټونه تشریح کېږي او بازار کې د پلور اجازه به ولري چې واردوونکی یې د اترا ادارې د مخابراتي توکو د تورید جوازنامه او همدا راز د تورید شویو موبایلونو د اړوندو کمپنیو د IMEI . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.