Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بغلان ولایت د مرکز اړوند «ډنډغوري» سیمه په ولسوالۍ بدله او د دغه ولایت په اداري واحدونو کې شامله شوه.
د سالنګونو د لویې لارې د څاراوساتنې ادارې مسوولین وایي چې د واورې اورښت اوطوفان له امله دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د بغلان په فرینګ او مرکزي بغلان ولسوالیو کې له ۲۰۰ بېوزله مېرمنو سره د خیاطۍ د ماشینونو او ۱۸ قلمه نور توکو مرسته شوې ده
بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو تولیدي فابریکو مسؤولین وايي، د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو طرحه منظور شوې چې له دې سره به وکولای شي، هېواد کې د سمنټو ۶۰ سلنه اړتیا پوره کړي.
د بغلان والي وايي چې د رسنیو فعالیت د نظام په وده او پایښت کې مهم رول لري، باید ملاتړ یې وشي او اطلاعاتو ته هم پر وخت لاسرسی ولري .
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د سالنګ لویې لارې د باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي وايي چې د «سالنګ ټولپلازا» محصول راټولولو چارو بېنظمي رامنځته کړې او حکومت دې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
بغلان کې د عامې روغتیا ریاست له لورې د روغتیايي قوانینو د تطبیق په موخه د ډاکټرانو پنځه بېاسناده کتنځایونه او ۱۴ درملتونونه تړل شوي دي.
د بغلان ، ننګرهار او هرات ولایتونو بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او لس تنه ټپیان شوي دي.
بغلان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ دکرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي، په تونل کې دننه ځینې ساختماني چارې روانې دي چې له امله به يې دغه لار څو ورځې نور هم تړلې وي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن