Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، تېر کال په دغه ولایت کې نږدې ۱۸۰۰ کسان د نريرنځ پر ناروغۍ اخته شوي او د اووه ښځو په ګډون ۱۱ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.
بغلان کې د ښوونځيو زدهکوونکي او ښوونکي شکایت کوي چې له کالونو راهیسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي، خو مسوولین بیا وايي، سږ کال به پر ټولو زدهکوونکو درسي کتابونه ووېشي.
بغلان کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم فوټسال سیالۍ د «خورشید کریمي» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
بغلان کې د رمضان جام په نوم د کرکټ شپږ اووریزه سیالۍ د خنجر زمانخېل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د بغلان والي او د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس وایي، له نړۍ سره سیالي او پرمختګ د عصري علومو په زدهکړې پورې تړلي او عصري او دیني زدهکړې باید سره بېلې نهشي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت ۱۱۰ سیمې د لرغونو او تاریخي ځایونو په توګه ثبت شوې دي.
د بغلان په مرکزي بغلان، دهنهغوري او تالهوبرفک ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله تر اوسه څه کم اوه زره څاروي له منځه تللي دي.
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، روان کال په دغه ولایت کې ۲۷۱ سیمهییزې دیني مدرسې جوړې شوې چې څه باندې لس زره کسان پهکې دیني زدهکړې کوي.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په روغتون کې د انلاین درملنې او روغتیايي مشورو سیسټم فعال شو چې کابل کې له فرانسوي او د پاکستان په کراچۍ ښار کې له اغاخان روغتون سره ونښلول شو.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې چې د واورې ورېدو له امله له مرکز پلخمري سره تړل شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن