Language

سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پلخمری (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د سالنګ لویې لارې د څارنې او ساتنې ادارې مسوول وایي، په سالنګ کې د یوه باروړونکي موټر چپه کېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د سالنګ لویې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوول فضل‌الربي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن له غرمې وروسته ۱۲:۳۰ بجې د سالنګ لویې لارې په ۱۵مه ګرارۍ کې یو باروړونکی موټر له څلورو مسافروړونکو موټرو سره ټکر شوی دی.

هغه وویل، چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

نوموړي پرته له دې چې ډېر جزییات ورکړي، وویل چې د پېښې قربانیان کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.